نظيف الله تکل / خالدهادي

comments 0

0 Views

ښاغلی نظيف الله تکل په کال ١٣٤٠ ل کي د کنړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کښي زيږيدلی دی .
ښاغلی نظيف الله تکل په کال ١٣٤٠ ل کي د کنړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کښي زيږيدلی دی .
نوموړي د کنړ ولايت د څوکۍ په ليسه کښي زده کړي کړيدي ، او ورپسي يي دکابل د پولي تخنيک انستيتوت له پوهنځۍ فارغه شويدی ، د افغانستان د ساختمانۍ چارو وزارت د پروژو جوړولو استيتوت د پما په رياست کي يې دنده تر سره کړيده .
د ښاغلی تکل د (( اوپاڼي يې مړې وې )) په نوم اثر په کال ١٣٧١ ل کي د افغانستان د ليکوالو د ټولني لخوا چاپ شوی و ، ښاغلي تکل په د ۱۳۸۵ لمريز کال په پسرلي کي ( او پاڼي مړې وې ) له سره چاپ کړ ، دا ځل يې دوې نوي شعري ټولګي ( شبنم په پاڼه ) او ( پاڼي د لونګو ) هم د پښتو شعر مينه والو ته ډالۍ کړې ، همدا ډول يې په بېلابېلو خپرونو کښي ليکني اوشعرونه خپاره شويدي .
ښاغلی تکل اوس د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان څخه ليري د هالنډ په هيواد کښي د پرديسۍ ورځي تيروي ، د ۲۰۰۳ زېږديز کال څخه بيا تر ۲۰۰۵ پوري يې په هالنډ کي د مېشتوافغان ليکوالواو فرهنګيالو د ټولني (( افغاني کلتوري ټولني )) د مشرتوب دنده په غاړه درلوده .
د ښاغلي تکل دازاد شعر شعر يوه بېلګه :
کينه
دا ستا د زلفو ټال
دا ستاد څڼو امېل
چي کله ځانګي د سينو په څوکو
اوښکلوي هغه نورسه غوټۍ
هغه د تيو څوکي
ماله
کينه
پرې
راځ

Share this page to Telegram

Comments