نظام زموږ سره کرښه / اجمل ښکلى

comments 0

0 Views

زموږ لنډ تاريخ وايي، چې موږ نظام ساز ملت نه يو. نظامونه په اسانه له پښو غورځولاى شو؛ خو جوړولاى يې نشو.
د نظام نشت د ملت په بې کفايتۍ دلالت کوي، ځکه چې نظام د ملت او هېواد څېره ده. خلک غواړي، چې زموږ د هېواد څېره مسخه کړي او موږ هم تل شعوري نا شعوري د دوى تبر ته لاستى وراچولى او د خپل هېواد او ملت څېره مو مسخه کړې ده.
هغه بله ورځ مې په يوه غونډه کې دوه استادان وليدل، چې ملي سرود ته په دې نه وو ولاړ چې ولې په پښتو دى. ملي سرود او ملي ټرمينالوژي د ملي هويت برخي دي.
دا په قومونو او ژبو نه وېشل کېږي. په سياسي قاموسونو کې د ملي مصلحت په نامه يوه اصطلاح ده. ملتونه د خپل هېواد د پياوړتيا او ودې لپاره ملي مصلحت کوي.
په يوه هېواد کې هم هغه ډول مثالي مساوات نشته، چې موږ يې تصور لرو. هرومرو به د ملت د پيوستون او د نظام د پايښت لپاره څه ورکوو؛ نو څه به ترلاسه کوو.
البته د هر ډول نيوکې لپاره ولسواکي خپل قوانين لري؛ خو دا يو ډول بې حرمتي ده، چې په خپل ملي ارزښتونو خندنۍ وکړو. ښه ده، چې خلکو ته وښيو، چې موږ يو ملت يو، ځکه د ملت له احساس سره زموږ ژوند او فردي ګټه تړلې ده.
يوه، يوه نيمه مياشت مخکې ټولو خلکو چغي وهلې، چي د کابل هوا ککړه ده؛ خو هيچا د خپل کور د ډبرو د سکرو بخارۍ نه ليده، ځکه چې موږ اصلا د خپل فردي ژوند او هېوادنيو ګټو، ملي ارزښتونو او د نظام د بقا ترمنځ اړيکه نه احساسوو.
کله چي موږ په دې پوه شو، چې د نظام شتون زما فردي ګټې خوندي کوي؛ نو موږ د نظام د جوړولو اهل شو. دومره انقلابونه راغلل لاړل؛ خو زموږ د ازادۍ قبايلي تصور يې تر پوښتنې لاندې رانه وست.
موږ اوس هم فکر کوو، چې نظامونه به ځي راځي او زه به خپل ژوند کوم؛ خو واقعيت دا دى، چې هره فردي کړنه د هېواد پر برخليک اغېز شيندي، ځکه خو هېوادونه د افرادو د کړو او هېوادونو د ګټو د همغږۍ لپاره قوانين جوړوي.
که نظام نه وي، د هېوانيو ګټو او ملي ارزښتونو ترمنځ تشه راپيدا شي او له همدې تشې نه نور هېوادونه استفاده کوي. د انګرېزانو په وتو، د کانګرېس مشرانو(ګاندي، نهرو، پټيل، مولينا ازاد او نورو) ونه ويل، چې موجود نظام د انګريزي استعمار پاتې شونى دى، موږ به دا ړنګوو، بل به پخپله خوښه جوړوو، بلکې هغوى خو دوه دورې په انګرېزي استعمار کې د نظام د چلولو او جوړولو تجربه وکړه او ورسره يې د خپلواکۍ جدوجهد هم روان وساته؛ خو موږ په افغان جهاد کې هم دا ويل، چې کابل بايد وران شي او اوس هم له بده مرغه پر همغه بهرنۍ اجنډا روان يو.
نظامونه جوړول ډېره خواري او استعداد غواړي. اوسنى نظام به نيمګړتياوې لري؛ خو يو نظام دى، د پوهنې، لوړو زده کړو، حکومتولۍ، بانکولۍ، کرنې، لنډه دا چې په ټولو برخو کې يې چوکاټونه او قوانين جوړ کړي.
هر څوک چې راځي، ملي مسؤوليت يې دا دى، چې د يوه فرد په توګه د دې نظام په ښه کولو کې نقش ولوبوي.
همدا تېر کال په ټول هېواد، په تېره په کابل کې د اوبو نشت جدي مساله وه، راروانو کلونو کې به دا مساله تر جګړې هم شايد شديده وي او حل به يې ترسولې هم ارزښتمن وي. که هېواد کې سوله واى، حکومت مکلف و، چې د جګړې پر ځاى يې د دې ستونزې حل ته لومړيتوب ورکړى واى او د جدي ګام اخيستو ته مو اړ کړى واى.
که نظام نه وي او يا بيا له صفر شروع کوو؛ نو دا ستونزه به څنګه او څوک هواروي؟ د نظام په نشت کې دا ستونزه نوره هم لويېږي. د نظام په نشت کې يوازې وچکالي هم کافي ده، چې ملت يو ګيلاس اوبو ته حيران کړي او له هېواده مو پام واړوي، چې د نورو غوښتنه ده. د سولې خبرې دې خداى بريالۍ کړي؛ خو سوله بايده ګونګه نه وي، ملت يې بايد له پايلې بشپړ خبر وي.
د سولې په هېنداره کې بايد موږ د خپل هېواد د راتلونکې څېړه روښانه ووينو، چې تر سولې وروسته به زموږ هېواد په کوم حالت کې وي؟ موږ بايد د سولې په پايله کې د هېواد په سوکالۍ مطمين شو.
د دې اطمينان لپاره بايد کوټلي دلايل ولرو او د يوه ملت په توګه بايد تضمين راکړ شي. دا چې په سوله کې تر موږ نور هېوادونه ډير دخيل دي او تر موږ ورته د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ ډېرې خوشحاله دي او دا چې له تبصرو يې د نويمې لسيزې د ناورين بوى راځي؛ نو موږ ته شک پيدا کېږي.
موږ بايد د نظام شتون د سرې کرښې په توګه وړاندې کړو. سوله بايد زموږ له نظام نه د قومپرستۍ، سمتبازۍ، خپلوانپالنې(اقرباپرورۍ) او بډيخورۍ عناصر وباسي او پياوړى يې کړي، دا نه چې له څېلمې يې ړنګ کړي.

Share this page to Telegram

Comments