نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزرات درې قراردادونه لاسلیک کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: لوبو ته د ځوانانو هڅولو په موخه هلمند او زابل ولایتنو کې د کرکت دوه لوبغالي د نشه یي توګو پر وړاندې وزارت لخواد جوریږي.
یوه خبري کنفرانس پر مهال سلامت عظیمي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې وویل: ” د هلمند د کرکټ سپورټي سټډیوم د جوړونې لګښت ۳۵.8 میلونه افغانۍ او د زابل ولایت د کرکټ سپورټي سټډیوم د جوړونې لګښت ۳۴.۲ میلونه افغانۍ اټکل شوي، چې د یاد وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

یادې وزیرې کنفرانس کې یوه بله تبلیغاتي پروژه، چې موخه یې خلکو ته د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د مالوماتو ورکول دي هم له ” کاپول ګروپ” رسنیز شرکت سره لاسلیک کړه. یاده پروژه کې تلویزیونونه او راډیو ګانې په خپلو ملي خپرونو کې په نشه یي توکو د روږدي کېدو زیانونه بیانوي. د دې پروژې لګښت ۲۵ میلونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یاد وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

سلامت عظیمي د یادو قراردادونو د لاسلیک پر مهال زیاته کړه:” په نورو ولایتونو کې هم دې ته د ورته پروژو د طرحې او پلي کېدو هڅې روانې دي ترڅو له یوې خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د کرکټ ګڼ شمېر مینه وال کرکټ لوبو ته مخه کړي.”
ویل کیږي اوس مهال افغانستان کې ډیر شمیر کسان د مخدره موادو پر استعمال بوخت دي چې د بوخت شویو کسانو درملنه په تدریجې دول روانه ده.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *