نرندرا مودي: دولس نیم سوه ملیونه هندیان د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي

comments 0

0 Views

هندوکش – قزاقستان: ولسمشر اشرف غني او نرندرا مودي دشانګهای سرمشریزې ناستې کې پر دو ارخیزو اړیکو خبرې وکړې.
د جمعې ورخې په ناسته کې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او نرندرا مودي ترمنځ ترسره شو، دواړو خواوو د شانګهای د همکاریو ټولني د مشرانو غوندې ترڅنګ پر دوو ارخیرو اریکو بحث وکړ.
د هندي رسنیو نه په خپور شوې خبرونو کې ویل شوي چې دواړو مشرانو په سیمه کي د سولي او امنیت په شمول پر بېلابېلو مسئلو خبري وکړې.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په شانګهای ټولنه کي د هند بشپړ غړیتوب ددې ټولني سره د افغانستان د همکاریو د پراختیا او تروریستي ضد جګړې ته د دې ټولني د غړو د هڅولو لپاره ګټور وباله.
د هند صدراعظم جمهور رئيس محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ، چي دوولس نیم سوه ملیونه هندیان د تروریستانو له کبله افغانستان ته په پېښو سووستونزو کي افغانانو سره ولاړ دي.
دغه راز جمهور رئيس محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ ټولني په سرمشریزه کي وینا هم وکړه. ده د غونډي ګډون کوونکو هېوادونو ته د هند او پاکستان د دایمي غړیتوب د ترلاسه کولو مبارکي وویله.
ښاغلي غني همداراز وویل، سیمه ییز تروریزم او بین المللي تروریستي سازمانونه د سيمي او افغانستان د خلکو هیلو ته د رسېدو په وړاندي اساسي مانع دي.
نوموړي زیاته کړه « زه دلته راغلی یم چي د تروریزم ضد مبارزه کي د همکاریو زیاتوالی اعلان کړم»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغانستان د سولې په تراو د یوې غونډې کوربه وه چې د نړي دریو نړیوالو سازمانونو او ۲۵ نړیوال او د سیمو هیوادونو ونډه اخیستې وه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *