نجيب منلی

comments 0

0 Views

نجيب منلی د ١٣٣٧ کال د غبرګولي په نهمه په کابل کې زيږيدلی دی .د کابل له استقلال ليسې يې دولسم ټولګی خلاص کړی
نجیب منلی په ۱۳۳۷ کال کې په کابل کې زېږېدلی، بکلوریا یې د کابل له استقلال لېسې اخیستې ده او لوړې زده کړې یې د ځمکپوهنې په څانګه کې په پاریس ۱۱ پوهنتون کې او د کمپیوټر په څانګه کې د پاریس د صنعتي لوړو زده کړو په مرکز کې د ماسټرۍ تر درجې رسولې دي.
منلي په فرانسه کې شاوخوا شل کاله د سافټ ویر د انجنیر په توګه کار کړی او په څنګ کې یې له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د پاریس د ختیځو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې په پښتو څانګې کې تدریس کړی. له ۱۳۸۵ کال راهیسې یې د افغانستان د حکومت په بېلابېلو ادارو کې کارکړی دی.
د سیاسي او فرهنګي چارو د شنونکي په توګه د هېواد له مطبوعاتو سره منظمه همکاري لري.

Share this page to Telegram

Comments