نجراب کې طالبان وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش –کاپیسا: ملي دفاع وزارت وایي، د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې ۱۵وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پانه کې راغلي، د ملی اردو ځواکونو د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې یوولس وسله وال وژلي او دیارلس نور یې ټپیان کړي دي.
اعلامیه کې افغان امنیتي ځواکو نو خپل لورته د مرګ ژوبلي یادونه نه ده کړې.
په یاده سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات وروسته له هغې پیل شول چې ورانکاري فعالیتونه یې زیات کړل.
افغان ځواکونه لا هم په دې سیمه کې په عملیاتو بوخت دي او ډيرې سیمې یې له طالبانو نیولي دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments