نا پيژندو وسلوالو په کاپیسا کې یو دیني عالم وژلي دي

comments 0

30 Views

هندوکش – کاپیسا: دکاپیسا ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، ناپیژندو موټرسایکل سپرو دکاپیسا ولایت په په دوهمه حصه کې مولوي نظام الدین حقجو په ډزو سره وژلي دي.
دکاپیسا امنیتي چارواکي وايي، چې په دې تړاو یې تراوسه څو ک نه دي نیولي دي، چارواکي وايي په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.
یاده دې وي چې دا لمړي ځل نه دي چې په کاپیسا کې دیني عالمان په مرموز ډول وژل کيږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments