ناکامورا ته د اتل لقب / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

جاپان الاصله افغان د شنبې په ورځ د یو لړ ځانګړې مراسمو پرمهال د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر څخه جاپان هېواد ته ولیږدول شو.
په دې تړاو ځانګړو مراسمو کې ولسمشر د ناکامورا تابوت ته اوږه ورکړه او د دې لپاره چې د هغه د جسد او خدمتونو درناوی شوی وي، یو لړ ځانګړي تشریفات درلودل.
ولسمشر د ناکامورا د خدمتونو او فعالیتونو یادوونه وکړه او هغه ته یې د افغانستان د ابادۍ د اتل لقب ورکړ.
خبرداری او ژمنه دا وه چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین به جهنم ته ځي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دې پېښې عاملین نیسي او په سخته سزا به یې رسوي.
بله ژمنه د ناکامورا له کورنۍ او ختیځ ولسونو سره دا وه چې د ناکامورا پاتې نیمګړې پروژې به بشپړیږي او د هغه ارمان به پوره کیږي.
د ناکامورا خدمتونو ته د درناوي لپاره ولسمشر ژمنه وکړه چې هغه پروژې چې ناکامورا په لاس او نوښت جوړې شوي، د هغه په نوم کیږي به او ځینې نور ځایونه به هم د هغه په نوم کیږي، چې یاد یې تل پاتې اوسي.
تازه اقدام کې د خوست خلکو یوه څلور لارې د ناکامورا په نوم نومولې ده او هغه یې د بیا رغونې اتل یاد کړی دی.
د ناکامورا خدمتونو ته په کتو بیلابیلو ولایتونو او ان کوزه پښتونخوا کې افغانانو د هغه په یاد شمعې بلې کړي او د جاپان له خلکو او حکومت سره یې خواخوږي ښودلې.
پراخو غبرګونونو او ناکامورا پسې د خلکو سخت خفګان جاپان حکومت اړ کړ چې له افغانانو مننه وکړي چې د ناکامورا ټول خدمتونه یې ستایلي او په مرګ یې سخت خواشیني شوي دي.
له ناکامورا سره پنځه نور ملګري هم په دې پېښه کې ترور شوي و او بې رحمه او افغان دښمنه قاتلین یې له سیمې تښتیدلي دي.
اوس د ننګرهار اداره کار کوي چې څنګه کیدلی شي قاتلین پيدا کړي، له خپل ټول توان کار اخلي چې کسان ونیسي او په سزا یې وروسوي.
په دې قضیه کې د څېړنو د پرمختګ خبره هم شوې، خو مالومات یې ځکه نه خپریږي، چې باید دا قضیه بشپړه شي او ټول اړخونه یې ډاګیز شي.
ناکامورا افغانستان ته د روغتیایي خدمتونو لپاره راغلی و، خو دا چې خوارځواکي ماشومان ورته د درملنې لپاره راتلل او درملنه یې سخته وه، ناکامورا یې د اساسي غم خوړلو لپاره لاس په کار شو.
ناکامورا پریکړه وکړه چې د درملنې پر ځای باید دا خلک په خیټه ماړه شي، کله چې خلک په خیټه ماړه شول، بیا ناروغان ورسره حتما کمیږي او اړتیا به نه وي چې څوک ډاکټر او روغتون ته مراجعه وکړي.
همغه و چې شاړې دښتې یې ابادې کړی، د کونړ له سیند یې ورته اوبه راپورته کړې او له یو میلیون زیات خلکو ته یې مستقیما ګټه ورسوله.

Share this page to Telegram

Comments