ناټو یو ځل بیا د طالبانو وروستیو بریدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته اندېښنه ښودلې

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ملکي استازی سټیفانو پونټیکورو وايي، په دې وروستيو کې د جګړې له امله په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی او زياتوي چې دا لوړه کچه د اندېښنې وړ بللې ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون په قطر کې د وسلوالو طالبانو له سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره په ليدنه کې کړي او ټينګار يې کړی چې د اړتيا له مخې دې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راکمه کړي.
له ملا برادر سره د نوموړي ليدنه د وسلوالو طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ هم تائيدوي او وايي، دواړو لوريو په جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلي مخنيوي پر لارو چارو خبرې کړي دي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د ناټو ملکي استازي او د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر مشر پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره د امريکا او دې ډلې ترمنځ د شوې هوکړې پر عملي هم بحث او خبرې کړي دي.
دواړو خواو په دې برخه کې ټينګار کړی چې د يادې هوکړې ذکر شوي موارد دې په جدي توګه مراعت او په پام کې ونيول شي.
د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ناټو او وسلوالو طالبانو چارواکو تر منځ دا بحث داسې وخت کېږي چې دامهال د وسلوالو طالبانو له لوري تاوتریخوالی زيات شوی او په دې ترڅ کې د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې ګراف هم لوړی شوی دی.
خو دا چې په دوحه کې سولې ته د رسېدو په موخه د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسلوالو طالبانو د پلايو ترمنځ بين‌الافغاني مذاکرات دوام لري، په کې اوربند او د تاوتريخوالی کموالی هم د عمده ټکو له ډلې يو دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments