ناټو پرطالبانو غږ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ناټو خبرداری ورکړی چې نباید په افغانستان کې اوسني ګواښونه ناپامه ونیول شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
له دې سره یو ځای د ناټو سرمنشي د سیمې په هېوادونو بیا غږ وکړ چې په طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مرستې بندې کړي.
ولسمشر غني بیا انديښنه وښوده چې دا جګړه تپل شوې او اوس اړتیا ده چې د سولې له لارې حل شي.
ولسمشر دغه راز یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.
ولسمشر غني ډاډ وښود چې ولسمشریزه ټاکنې په خپل وخت ترسره کیږي او په دې برخه کې باید څوک شک ونلري.
ولسمشر غني د ولسي جرګې ټاکنې بریالۍ یادې کړې او ژمنه یې وکړه چې ولسمشریزې ټاکنې به هم په ښه توګه ترسره شي.
له دې سره د ناټو سرمنشي هم باور ښودلی چې ولسمشریزه ټاکنې به د افغانانو په مدیریت پسرلي کې بریالۍ ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments