ناټو له افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلجیم: ناټو په بروکسل کې ژمنه کړې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی ویلي، افغانستان کې د ناټو ماموریت دا دی، چې ډاډمن شي، چې افغان قلمرو به د نړیوالو ترهګرو له لورې نه کاریږي.
کی وایي، همدې موخې ته د رسیدو په موخه د ناټو غړي هېوادونه ژمن دي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته زده کړه او سلا مشوره ورکړي.
د ناټو د استازي په خبره د امریکا او طالبانو خبرې د دوی سره د شته پوښتنو د حل لپاره دي او د افغان سولې اصلي پروسه بین الافغاني مذاکرات دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments