ناټو غړو هیوادونه د افغانستان د سولې له پروسې یوځل بیا ملاتړ اعلان کړ

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: له ارګه پوخپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ ناوخته ولسمشر غني په ارګ کې د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او همدا راز ټاکنو خبرې شوې دي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو ته د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي. ده د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ترسره کولو کې خپله همکاري وکړي.
د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو هم په دې لیدنه کې وویل، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments