ناټو: طالبان نور مات شوي او ډير ژر به سوله وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل د ناټو ملکي استازي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي  چې طالبانو نور مات شوي دي او ډير ژر به د سولې خبرو ته حاضر شي.
نوموړی وايي د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضريدو په خاطر اړتیا ده چې ددې ډلې پر ضد پوځي او سياسي فشارونه ډير شي.  دی ټينګار کوي چې د طالبانو د بريدونو ډيروالی ددوی د ماتې ښودنه کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي  کورنیلوس زمرمن وويل:« د سرتیرو په ډيرولو او پر طالبانو فشار به زيات شي ځينې طالبان شونې ده ژر يا وروسته درک کړي چې په نښته کې به بريالي نشي نو ځکه پر سوله او پخلاينه به فکر وکړي. د طالبانو د ترهګریزو بریدونو ډيروالی د دوی وارخطايي ښيي ځکه  دوی د نښتې په ډګر کې څه نه دي ترلاسه کړي دوی د تر هګریزو بریدونو کړنلاره بدله کړې خو له شک پرته به بیا هم په نښه شي.»

ځينې شنونکي په دې نظر دي تر هغه چې ناټو ددې نښتې د پای ته رسيدو په خاطر جدي اراده ونلري طالبان به کله هم د سولې له پروسې سره يو ځای نشي.

ځينې نور ټينګار کوي د سولې د ټينګښت په خاطر باید د سيمې او تر سيمې ورهاخوا هیوادونه په ريښتوني ډول هڅه وکړي.

د ناټو ملکي استازی هم د سرتیرو ډيروالی د خوښۍ وړ بولي او وايي چې په اوس وخت کې د تل پاتې سولې لپاره ښه فرصت دی خو دا کار به وخت ونیسي.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *