ناټو: طالبان ملکیان د سپر په توګه کاروي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت طالبان یو ځل بیا ملامت کړي چې د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
د ناټو مالومات ښيي چې طالبان خپلو جنګياليو ته د هغو کورونو شاوخوا سيمو کې د ګرځېدو لارښوونه کوي، چې هلته ماشومان وي او هوایي بریدونه و نه شي.
طالبان د دې تر څنګ په جوماتونو او مدرسو کې هم ځای نیسي چې ډيره کله د هوایي بریدونو کار سختوي.
د کندز له هوایي بریدونو روغه وتلې یوه میرمن کیسه کوي چې طالبان یې زور کور ته ننوتل، پنا یې واخیسته او بیا یې ترې په زور ډوډۍ غوښتله.
دا میرمن وایي کله چې دوکان په هګیو پسې لاړه، په کور یې برید وشو چې کورنۍ یې قرباني شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments