ناټو: طالبان جګړه نه شي ګټلی

comments 0

0 Views

هندوکش – بروکسل: ناټو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې په دوام جګړه نه شي ګټلی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي چې سیاسي حل لارې ته غاړه کیږدي او بین الافغاني خبرو ته دې کیني.
د ناټو سرمنشي ویلي، تر هغې به د افغان ځواکونو روزنې او سلا مشورو او ملاتړ ته دوام ورکړي چې افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي تللي.
ناټو ویلي چې له طالبانو سره په سوله باید جګړه پای ته ورسیږي.
له دې سره ناټو د طالبانو هغه خبرداری غندلی چې طالبانو رسنیو ته ورکړی دی.
له دې سره یو ځای کورنیو چارو وزارت هم رسنیو ته خبرداری غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د رسنیو او خبریالانو امنیت به خوندي وساتي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments