ناټو سازمان هیله څرګنده کړې چې روان م کال به افغانان د سولې ریښتني پایلې وویني

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: نيکولاس کې وايي ناټو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې هيله څرگندوي چې روان ۲۰۲۰ م کال به د سولې په برخه کې ښه زيرى ولري.
ښاغلي کې چې یکشنبې ماښام يې د خپلې ټوېټر پاڼې له لارې د همدې شبکې د کاروونکو پوښتنو ته ځوابونه ويل وايي روان م کال کې د نورو هغو پرتله بدلون شته او هغه دا دى چې “په تېر یوه کال کې د سولې ملاتړ ته سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې، افغان ځواکونو په بې ساري ډول پیاوړي شوي، طالبان د جګړې ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولای، تېر کال د سولې خبرو کې پرمختګونه وشول، زه هیله من یم چې ۲۰۲۰ کې به د دغو هڅو ریښتینې پایله وګورو.”
نوموړى زياتوي چې ناټو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې سوله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي.
ښاغلي کې د تاوتریخوالي کمول گټور بولي او په دې تړاو د گام پورته کولو سپارښتنه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په دوحه کې له طالبانو سره په نارسمي خبرو بوخت دی.
د امریکا او طالبانو د داځل خبرو ډېر تمرکز به د تاوتریخوالي په کمولو وي، خو لا هم کره نه ده چې دا خبرې به څه وخت پیلیږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments