ناټو: د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو یې یو ځل بیا ټېنګار وکړ

comments 0

53 Views

هندوکش ـ امریکا: یاده سازمان وايي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره بیا هم د سولي هيلې شته او د سولې هڅه به پایله ورکړي.
د ناټو پوځي کمېټې مسوول مارشال سټیوارت پیچ په افغانستان کې یې د تېرې ورځې خونړي بریدونه یې په کلکوغندلي دي. هغه وايي، د افغانستان امنیتي حالت حساس دی خو بیاهم دوی په خوشبینۍ سره د بین الافغاني خبرو ځینې هڅوونکې نښې ویني چې دا د افغانستان د خلکو لپاره د سیاسي حل نښې دي. ناټود افغانستان سره د دوامدار ملاتړ ژمنه کړې ده، خو په عین وخت کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د عملي کېدو او د بین الافغاني خبرو د ژرتر ژره پیل پراړتیا یې هم ټینګار کړی دی. ناټو مخکې له طالبانو غوښتي و، چې په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments