ناټو: د امریکا پوځ دوه سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ناټو وايي چې، دوه امریکایي سرتېري تېره ورځ په افغانستان کې وژل شوي دي.
ناټو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې سره په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي ځواکونو شمېر شپږو کسانو ته رسېږي.
د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکایي عسکر وژل شوي دي، خو لا هم امریکا نه ده بریالۍ شوې، چې دلته د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.
ناټو وایي چې د وروستیو وژل شوو سرتېرو د هویت په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments