ناټو د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي

comments 0

0 Views

هندوکش –هرات: د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر هرات کې افغان امنيتي مشر تابه سره په خبرو کې ډاډ ښودلی چې افغان ځواکونه اوس تر بل هر وخت پیاوړي دې او دهېواد او خلکو ساتنه کولای شي.
سکاټ میلر اندېښنه ښودلې، چې په داسې حال کې سولې ته کار کوي،چې جګړه هم روانه ده.
سکاټ مېلر ويلي ، زیات افغانان د جګړو له امله قرباني ورکوي او اړتیا ده چې تاوتریخوالی د سولې په خبرو پای ته ورسیږي.
له دې سره د ملي دفاع وزارت مرستيال ياسين ضياء ويلي، افغان ځواکونه کافي تجهیزات لري او اړتیا ده چې دښمن پسې لاړ شي او له منځه یې یوسي.
ضیاء ډاډ ښودلی چې وسله وال طالبان به سږ کال سخت وځپي چې سولې ته یې اړ کړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments