ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د ناټو متحدین د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي.
سټولټنبرګ زیاته کړې، د دې لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دوی د تلپاتې سولې او او امنیت لپاره شرایط برابروي.
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د جنرال جان نېکولسن له خدمتونو هم مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د غوڅ ملاتړ د نوي قوماندان سره به له نږدې همکاري وکړي.
ټاکل شوې چې نن یکشنبه جنرال سکاټ مېلر د جنرال نېکولسن پر ځای په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان په توګه وټاکل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments