ناټو د افغان له سولې د ملاټر ډاد ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ناټو مشر وايي دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او نن به ددغه سازمان په غونډه کې ورباندې بحث وشي.
ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اړیکه کې دي او وخت په وخت په دې اړه معلومات سره شریکوي.
دده په خبره د افغانستان د سولې مسئله د ناټو له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او نن به د ناټو په غونډه کې هم خبرې ورباندې وشي.
سټولټنبرګ وایي امنیتي مسایل او د افغانستان سوله د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې مهم بحثونه دي.
ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو د شریکانو او غړو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي. په دې غونده کې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد هم ګډون کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments