ناټو تر 2024 کال له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپل مالي ملاتړ د دوام ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه.
د ناټو متحدینو تېره ورځ په دې اړه ناسته کړې او له افغان سرتیرو سره یې د خپل مالي ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.
د ناټو په اعلامیه کې د دغه تړون د منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي: “له افغان ځواکونو سره د افغانستان د امنیت په برخه کې مالي ملاتړ زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. دا ښيي چې موږ له افغان سرتیرو سره خپلو مالي مرستو ته ژمن یو.”
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي چې د ناټو غړو له افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق له پرانیستل کېدو سره بیا تر ۲۰۲۰ کال اکتوبر پنځمې پورې دغه صندوق ته ۳.۲ میلیارډ ډالر ورکړي دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت له افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ په برخه کې د ناټو د ژمنې د تکرار هر کلی کړی دی.
د ناټو تر ادارې لاندې د افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړ شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments