ناټو تایید کړه چې افغانستان کې یې عسکر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومنداني په یوه اعلامیه کې منلې چې د درې سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اووښتې ده.
د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره منلې، چې یو سرتېری يې وژل شوی او ۲ نور يې ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه کې د پېښې دقيق ځای نه دی ښودل شوی او وايي چې د ټپيانو حالت ښه دی.
طالبانو د يوې اعلامې په خپرولو سره په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي.
ویل کیږي دغه ځواکونه د یوه افغان سرتېري لخوا ارزګان ولايت کې په نښه شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments