ناټو او اسلامي سازمان پر افغان سوله غږیدلي

comments 0

3 Views

هندوکش – ناتو: د ناټو او اسلامي هېوادونو سازمان سفيرانو د افغانستان د سولې او پخلاينې پر هڅو خبرې وکړې.
په کابل کې د ناټو سازمان ملکي استازي کورنيليوز زميرمان نن په ټويټر کې ليکلي چې په کابل کې يې د اسلامي هېوادونو سازمان له سفير حسين اونی بتساني سره لیدلي.
زمیرمان لیکلي، د اسلامي کنفرانس له سفير سره يې د افغانستان پر سولې او ملي پخلاينې پروسې پر سر خبرې وکړې.
نوموړي دغه راز ويلي چې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګونو يې هم بحثونه کړي دي.
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى چې په کابل کې د ناټو او اسلامي هېوادونو سازمان له سفیر سره پر افغان شخړې خبرې کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments