ناټو: افغانستان به بیا د جنګیالیو پر مرکز نه بدلېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ ويلي، دوی به بیا پرې نه ږدي، چې افغانستان د اسلامي جنګیالیو پر خوندي ځای بدل شي.
هغه ترکیه کې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره خبرو کې د ناټو تر چتر لاندې د هغه هېواد ماموریت ستایلی او افغانستان کې يې د ګډ ماموریت ترسره کېدو نه مننه کړې ده.
سټولنټبرګ زیاته کړې، ترکيې افغانستان کې مرسته کړې او د دې مرستې پایله به دا نه کېږي، چې افغان خاوره به یو ځل بیا د جنګیالیو پر مرکز بدله شي.
دا په داسې حال کې دی چې قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو اترو یوه موضوع هم د بل چا له لوري د امریکا پر ضد د افغان خاورې نه استعمال دی.
دا خبرې چې له یو ورځني ځنډ وروسته يې ځينو سرچینو نن یو ځل بیا د پيلېدو خبر ورکړی دی، د راپورونو له مخې دواړه اړخونه هوکړې ته سره په نږدې کېدو ښکاري.
وړاندې تر دې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، چې دې ځل خبرو اترو کې به يې ډېر تمرکز د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر جزییاتو وي.
امریکا او طالبان د پنځم پړاو خبرو کې هم دې هوکړې ته رسېدلي و، چې بهرني ځواکونه به بشپړه کمپله ور ټولوي او طالبان به دا تضمین کوي چې راتلونکی افغانستان به د امریکا پر ضد د بل چا له لوري نه استعمالېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments