نامعلومو وسله والو په خوست كې يو وژلې

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: په خوست کې ځایي چارواکي وایي چې، د ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خبريال او ممثل سلطان محمود خيرخواه نن غرمه مهال د نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو له لوري د تومانچې په ډزو ټپي او د سختو ټپو له امله مړ شو.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، پېښه د خوست ښار په لوېديځ کې د خوست او ګردېز پر لويه لار رامنځته شوې ده.

د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

په خوست ښار کې په تېرو درېيو اونيو کې دا څووم ځل دى، چې نظامي او ملكي كسان د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه كېږي.

عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments