نامسووله وسله وال نیول شوي

comments 0

198 Views

هندوکش – بادغیس: هغه درې غیر مسؤل وسله وال کسان نیول شوي چې پر یوې شل کالنې مېرمنې یې د پلار او لور په وړاندې جنسي تیری کړی و.
د فاطمې په نوم مېرمن چې د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ له ده برنج کلي څخه د اختر په میلمستیا د پلار کور ته روانه وه، په مسافر کشته دښته کې پرې درې موټرسایکل سورو وسله والو جنسي تیری کړی او په مرګ یې ګواښلې ده.
فاطمې ویلي، پر دې تجاوز کوونکي د هغې ګاونډیان دي او ښه یې پېژني.
د بادغیس پولیس وایي، د دې قضیې اصلي عامل حمیدالله نومېږي چې له درې نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments