نامسووله وسله وال ناامنیو کې لاس لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پنځوس سلنه نا امنیو کې هغه نامسوله وسله وال لاس لري چې د حکومت تر چتر لاندې ژوند کوي .
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، زورواکو او ناقانونه وسله والو دا ځلې د خپلو ټوپکو په زور رایه اخیستې او ولسي جرګې ته هم راغلي دي .
وکیلان وايي، په شمال کې د غیر مسولو وسله والو د ظلمونو له امله خلک له طالبانو سره یوځای کیږي.
ناقانونه وسله والې ډلې یا خپل سرې ملیشې هغه کسان دي چې د افغانستان امنیت ننګوي .
بغلان، کندز، بدخشان، فاریاب، تخار او بلخ هغه ولایتونه دي چې د ناقانونه وسله والو ډلو شمیر پکې تر نورو زیات دی او زیاتره دغه ډلې زورواکو او ځینو سیاسي ګوندونو پورې تړاو لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments