نادولتي سازمانونه د امنیت غوښتنه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د غیر دولتي سازمانونو ټولنې له حکومته وغوښتل چې د دوی د امنیت ټيګښت په موخه دې خپلې ټولې چارې وکاروي.
په افغانستان کې د غیر دولتي سازمانونو ټولنې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبردارۍ ورکړ چې پر رضا کار بنسټونو بریدونه د دوی چارې ننګوي چې ښايي د سازمانونو د وتلو لامل هم وشي.
دغه ټولنې په خبر پاڼه کې ویلي چې په تېر میلادي کال کې کابو یو سلو پنځوس بریدونه پر خیریه بنسټونو شوي چې د دوی چارې یې له ننګونو سره مخ کړي دي.
دغه ټولنه په ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي چې دوی بې طرفه خپل کارونه مخ ته وړي او په کار ده چې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې د دوی بې طرفي په نظر کې ونیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *