نادعلي کې ۷ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پایله کې تر دې دمه اوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي او تر دې دمه ځیني کلي هم له طالبانو نیول شوي دي.
د سرچېنې په خبره همدې عملیاتو اته کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت خپل لور ته د درې پولیسو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
افغان ځواکونو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ سربیره په نورو ولسوالیو کې هم د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي چې بریالي روان دي.
نادعلي، مارجه او ناوې ولسوالۍ کې عملیات وروسته له هغې پيل شول چې د لښکرګاه د امنیت په تړاو انديښنې زیاتې شوې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments