نادري: په افغانستان کې د سولې ټینګښت پېچلی، خو ممکن دی

comments 0

25 Views

هندوکش ـ کابل: نادر نادري تېره ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن سهار په غونډه کې د دولت پلاوي د تماس ډلې د تېرې شپې پر کارونو او راتلونکو اقداماتو بحث وکړ.
بلخوا د دولت د ۲۱ کسیز پلاوي بله غړې فوزیې کوفي نن رسنیو ته وویل: “پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو رسمي پلاوي رسمي جلسه ولري او سره وګوري چې د کاري اصولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړي.”
د افغانستان د جګړې د ښکېلو دوو خواوو یعنې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ په قطر کې پیل شوې.
د دولت پلاوی هڅه کوي چې د خبرو د اجنډا په سر کې د اوربند موضوع شامله کړي، خو ویل کېږي د طالبانو هیئت غواړي تر ډېره د جګړې پر عواملو خبرې وکړي چې د بحثونو په نتیجه کې پر اوربند سلا وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments