ناتو د افغانستان څلور کلن امنیتي پلان تایید کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ناتو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان څلور کن امنیتي پلان د تیرې ورځ په یوه ورځنې غونډه کې تایید کړ.
د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وویل، چي د ناټو او متحدو هیوادونو ددفاع وزیرانو په یوه اتفاق سره دافغانستان د څلور کلن امنیتي پلان څخه خپل ملاتړ علان کړ.
هغه زیاته کړه، چي دغه څلور کلن امنیتي پلان دافغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ډیر مهم او ضمانت کوونکی دی.
بهرامي وویل، چي ددې پلان له مخې به د افغانستان د ځانګړو ځواکونو شمیره دوه برابره زیاته شي، خو هغه د شمیرې په ډاګه کولو څخه ډډه وکړه.
د نوموړي په وینا، دغه راز دافغانستان د هوایي ځواک د تجهیز او پیاوړتیا ترڅنګ د هوایي ځواک د مشرتابه، افسرانو او غړو ظرفیتونه به لوړول کیږي.
طارق شاه بهرامي وایي ، چي ددې پلان له مخې به په امنتیي ارګانونو کي اصلاحات رامنځته کیږي، رهبرۍ کي به مثبت بدلونونه راځي او د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره به کار کیږي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل، چي په دې غونډه کي ګڼ شمیر هیوادونو افغانستان ته دنورو سرتیرو لیږلو ژمنې وکړې، خو زیاته یې کړه، چي کره شمیره به یې راتلونکو اوونیو کي په ډاګه شي.
نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان ته د نورو سرتیرو لیږلو سره د سولې او جګړې دواړو سره مرسته کوي .
هغه وویل : (( موږ پر خپلو نړیوالو متحدینو حساب کوو، دا جګړه یواځې دافغانستان نه ده، ځکه موږ د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لرو.))
د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل، چي داعش اوس هغه ډول ځواکمن نه دی، چي پخوا و، اوس ډیر کمزورې شوې او افغان ځواکونه وکولی شول، چي داعش ډله په دریو ورځو کي له تورې بوړې وویستلو.
نوموړي وویل، چي افغان ځواکونه ددې وړتیا لري چي د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *