ناامنۍ ټاکنې ننګوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټاکنو په تړاو اندیښنه لري چې ناامني به لا زیاتو درغلیو ته زمینه برابره کړي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وايي، اته دیرش ولسوالیو کې بیخي ټاکنې نه کیږي او ځینو نورو ولسوالیو کې په لوی لاس د ناامنیو هڅه کیږي چې ټاکنو ته پکې د درغلیو زمینه برابره شي.
هاشمي خبرداری ورکړی، دا دوره ټاکنو کې د ټاکنو کمیسیون جدي دی چې متقلبینو ته به قانوني سزا ورکړي .
د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره خلک هم انديښنې لري چې ګنې ځینې زور لرونکي کسان به ناامني جوړه کړي او انتخابات به په خپله ګټه راوڅرخوي.
خو افغان ځواکونو ته امر شوی چې هیڅ سیمه کې چاته اجازه ور نه کړي چې ټاکنو کې درغلي وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments