میوند کې ۵۷ طالبان وژل شوي دي

comments 0

58 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په میوند ولسوالۍ کې يې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په مهال ۵۷ وسله وال وژلي دي.
امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، وسله وال د میوند ولسوالۍ د سقوط لپاره سره راټول شوي و چې دوی پرې وار مخکې کړ.
عبدالرازق وویل، هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۶ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
د قوماندان په خبره د میوند د سقوط لپاره له هلمند هم طالبان ورغلي وو.
دده په وینا، چي د جګړې په مهال د وسله والو اووه موټرونه هم تخریب شوي او د وژل شويو جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي.
جنرال عبدالرازق وايي، چي د حملې په مهال څلور پولیس هم وژل شوي او یولس نور ټپيان دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments