میوند کې پوځي عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي دي.
کندهار کې د ملي پوځ مسوولین وايي، تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ د بند تېمور په سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې سهار پر ۸ بجې پيل او د مازيګر تر ۵ بجو پورې يې دوام کړی .
عملياتو کې ۱۷ وسلوال مخاليفين وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د پوځ د مسوولینو د مالوماتو په اساس، همدارنګه د وسلوالو مخاليفينو ۱۴ موټرسایکلان، ۳۲ ميله سلاح او يو ډاکسن موټر هم نیولي دي.
عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی .
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments