میوند کې هوايي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایی، په میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه ۱۱ بجې د ميوند په “چشمو” او “سور بغل” سيمو کې پر طالب وسله والو هوايي بریدونه شوي دي.
د دراني په خبره په “سور بغل” کې ۱۵ او په ” چشمو” سیمه کې اوه وسله وال وژل شوي دي.
دا هغه سیمه ده چې طالبانو د ملي اردو په مرکز ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل او زیات شمېر سرتېري یې شهیدان کړل.
د کندهار امنیه قومندان خبرداری ورکړی چې د میوند د سرتېرو غچ به درې برابره اخلي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply