میوند کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځوکونو په عملیاتو کې ۳ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وایي، د میوند ولسوالۍ چشمو سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پکې درې طالبان وژل شوي دي.
د علوي د مالوماتو له مخې په دې نښته کې یو بل طالب ټپي شوی دی.
اتل قول اردو وایي، خاکریز ولسوالۍ کې بیا د افغان ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه کشف شوې چې چاودیدونکي توکي او ماینونه پکې و.
اتل قول اردو وایي، د طالبانو پرضد یې عملیات چټک کړی او د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوایي بریدونه پرې هم کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments