میوند ولسوالۍ کې نښتې شوي

comments 0

8 Views

هندوکش – کندهار:  کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ جګړه کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره ورځ امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو د میوند ولسوالۍ اړوند “کلا ښامیر” سیمه کې کې مخامخ جګړه کړې ده.

د علوي د مالوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال اووه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د علوي په خبره، له وسله والو څخه یوه مخابره او یو راکټ د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments