میلر: په افغانستان کې څلویښت کلن بحران ته باید د پای ټکې کیښودل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وایي، د ټاکنو په ورځ د امنیتي ارګانونو همغږي د دې سبب شوه چې ټاکنې په امن فضا کې ترسره شي.
هغه زیاته کړې، د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت ریاست ترمنځ همغږي تېرو څلور پړاو ټاکنو ته بې مخینې وه.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د افغانستان د شخړې یوازینی حل خبرې اترې دي او نور باید په دې هېواد کې روان څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.
میلر ویلي، تر اوسه ورته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه کومه سپارښتنه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو هوډ درلود چې د ټاکنو په ورځ د افغانستان په لویو ښارونو کې ځینې پېچلي بریدونه وکړي خو امنیتي ځواکونو ورته د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړه او د دوی پلان د امنیتي ځواکونو د همغږۍ له وجې ناکام شو.
میلر په تېرو څو اوونیو کې د هوایي ځواکونو له لوري د ملکیانو وژل کېدل هم منلي او زیاته کړې یې ده چې هڅه کوي د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments