میلر د جګړې قومنداني په غاړه اخلي

comments 0

16 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د پټو عملیاتو قومندان په افغانستان کې د جګړې واک ترلاسه کوي.
رویټر خبري اژانس د ځینو لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې جنرال سکات میلر به د جنرال جان نیکولسن ځای ناستی وي چې له دوو کلونو څخه یې زیات د جګړې رهبري کړې ده.
پنټاګون په رسمي توګه دا خبر نه دی منلی خو ویل کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جان نیکولسن له ماموریت خوښ نه ښکاري.
سکآټ میلرد امریکا د پټو عملیاتو قومنداني کړې او د ټولو هغو ډلو او هېوادونو په تړاو مالومات لري چې ترهګرو ته امکانات برابروي.
ټاکل شوې میلر په افغانستان کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال د جان نیکولسن پر ځای راتلونکو څو ورځو کې معرفي شي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments