میرمنو ته د شاتو مچیو روزنه ورکړل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت کرنې رياست اړوند د کورني اقتصاد مديريت له لوري دره نور ولسوالۍ کې پنځوس ميرمنو ته د شاتو مچيو ساتنې په برخه کې دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې يادو مېرمنو ته د شاتو مچيو ساتنې، د شاتو راټولولو، اقتصادي او طبي ارزښت او نورو اړونده موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.
د کرنې رئیس نور الله سباوون وويل، چې اوس يادې مېرمنې کولی شي په ښه ډول د شاتو مچيو ساتنه، د شاتو پروسس تر سره او بازار ته يې د پلور په موخه وړاندې کړي.
يادو ميرمنو ته څه موده وړاندې کرنې رياست له لوري د شاتو مچيو ساتنې سل صندقونه او نور اړونده مواد هم ويشل شوي و.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments