میدان وردګو کې د ماین چاودنې له امله ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – میدان وردک : د میدان وردګو ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پر سړک د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو موټر الوزولی او د کندهار پوهنتون د یوه ښوونکي په ګډون یې څلور کسه وژلي دي. د جغتو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی یې په اړه داسې وایي:
په دغه پېښه کې پوهیالی صفت الله«ساحل» د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد چې څه موده مخکې د ماسترۍ دورې د بشپړولو وروسته له هندوستان هېواد څځه راستون شوی وو په شهادت رسېدلی چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي یې یوه لویه علمي تشه او جنایت ګڼي.
د میدان وردګو ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې په داسې حال کې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې مخکې له دې هم د طالبانو د سړک غاړې ماینونو اوځانمرګوبریدونو لسګونه ملکي او بېګناه وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او زموږ مظلوم ولس یې د ویر په ټغر کینولی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments