میدان وردګو کې د طالبانو چمتو شوی موټر بم مخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه یوړل شو

comments 0

14 Views

هندوکش ـ میدان وردګ: دفاع وزارت د دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر بم پرون مازیګر د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ بادام سیمه کې کشف او له منځه وړل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، ترهګرو طالبانو غوښتل یاد موټر ته د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه ورکړي، خو هدف ته له راسېدو وړاندې د بادم په سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغه موټر بم په له منځه وړلو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments