میدان وردکو کې د طالبانو څوارلس کسان وژل شوي دي

comments 0

108 Views

هندوکش – میدان وردک: د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان امنیتی ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې څوارلس کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په درېو کلیو کې شپني عملیات شوي دي.
ولایت مقام وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان طالبان دي.
د ولایتي شورا مشر اختر محمد طاهري وايي چې په پېښه کې ۱۴ طالبان او څلور ملکیان وژل شوي دي.
د ده په خبره ملکیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
بل پلو د میدان وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریف زوی بیا ویلي، چې په پېښه کې د طالبانو د سرې قطعې ۲۰ کسه وسله وال وژل شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې طالبانو پر وړاند د افغان امنیتي ځواکونو عملیات زیات شوي چې له امله یې د یادې ډلې ګن شمیر غړي وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments