میدان وردکو کې د طالبانو دیارلس کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – میدان وردک: هندوکش ته یوې باوري سرچینې ویلي چې تیره شپه د 01 قطعی په ځانګړو ځمکني او هوایي عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې 13 کسان وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، عملیات تیره شپه د میدان وردکو په بهادرخیل، باغک، کروخیل، تت او پټان سیمو کې ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي په یاد عملیاتو کې د طالبانو روغتیایی مسوول انجینر حیات الله په ګدون درې قوماندان، یو پاکستانې د یادې ډلې 8 مهم غړي وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې عملیاتو له امله د طالبان څلور پټن ځایونه، پنځه عرادې موتر او داسې نور وسیلې هم له منځه وړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments