میدان وردکو کې افغان امنيتي ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – میدان وردک: د میدان وردکو سیمه ییز چارواکي وایې چې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې نرخ ولسوالۍ کې ۷ طالب غړو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
ددغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب اميني وویل:ملي پوليسو د نرخ ولسوالۍ په كريمدادخېل كلي كې طالبانو ته كمين نيولى وو چې جګړې په مهال څلور طالبان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړه، په جګړه كې امنيتي ځواكونو ترڅنګ عامو خلکو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply