میانمار ته د ترکیې هیواد لومړنۍ بشري مرستې ورسیدې

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکیه: لومړې ځل لپاره د ترکیې هیواد بشري مرستې د روهینګیا ځپل شوي مسلمانانو ته همدردي په موخه ولیږل شوې.
ابراهیم کالن د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ ولسمشر اردوغان د میانمار د مشرې آنګ سان سوچي سره د ټیلفون پر کرښه د خبرو اترو په ترڅ کې غوښتنه کړې وه چې د ترکیې مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړل شي.
ویل کیږي پدې مرستو کې خوراکي او طبي مواد شامل دي. سربېره پر دې جامې، کمپلې او خیمې هم شاملې دي.

د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د امنیتي ستونزو له امله د رخین د ایالت د چارواکو په همکارۍ به بشري مرستې د نظامي چورلکو په واسطه ولېږل شي.
نوموړي وویل سربېره پر دې د میانمار سره په سرحد کې د کوکس بازار په نامه د کډوالو کمپ ته چې په کې د روهینګیا شاوخوا ۱۰۰ زره مسلمانان اوسیږي، طبي مرستې او امبولانسونه ولېږل ښي.
ویل کیږي د بودایانو ظلم او وحشت له امله اوس مهال ۷۶ زره مسلمانان د برما ګاوندیو هیوادونو ته مهاجر شوي چې روغتیايي، مالي او خوراکي ستونزو سره مخ دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *