میانشین کې نښتې شوي دي

comments 0

4657 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار میانشین ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې یو طالب وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، ن ښته تیره شپه د میانشین ولسوالۍ اړوند کاریز سیمه کې شوې ده.
درانی وايي، د طالبانو برید کې یواځې یو پولیس ټپي شوی دی.
د یو بل خبر له مخې تیره ورځ د کندهار میوند ولسوالۍ کې دعملیاتو په مهال یو طالب قوماندان له دوو طالبانو او اتو نورو شکمنو کسانو سره نیول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments