مټاخان کې نښته شوې

comments 0

9 Views

هندوکش_ پکتیکا: پکتیکا مټا خان ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې طالبان پکې وژل شوي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي چې تیره شپه د پکتیکا مټا خان او پکتیا زرمت تر منځ پر لویه مریانو سیمه کې وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ.

د ارین په خبره، ځوابیه برید کې شپږ وسله وال وژل شول شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتیکا پولیس ډاډه دي چې افغان ځواکونه د هر ډول بریدونو کولو او ځواب ورکولو توان لري او د طالبانو هر برید د هغوی په وژلو او ماتې پای ته رسیږي.

عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments