مولوي منظور حسیني وايي، چې طالبان دې د جګړې پر ځای د سیاست لار خپله کړي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: هغه دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره سولې د خبرو د درولو امر وکړ.
سیاسي شنونکي وايي، چې طالبانو د سولې په مذاکراتو کې په خونړیو حملو امتیاز غوښته ، خو دا سیاست ناکام وو.
د طالبانو یو قوماندان مولوي منظور حسیني، چې درې کاله مخکې په کندهار کې د سولې له پروسې سره یو ځای شوی استدلال کوي، چې طالبانو د سولې په جریان کې هم د سیاست پر ځای پر جګړې اتکا کول، ځکه ناکام شول.
مولوی منظور حسیني، چې په بادغیس، کندهار، میدان وردګ، غزني او هرات ولایتونو کې يې د وسله والو طالبانو په نوم مسلح ګروپونه درلودل، د طالبانو ټولې چارې په ګاونډي هېواد پاکستان پورې تړي او زیاتوي، چې هغوئ يې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.هغه پر طالب مشرانو غږ کوي، چې اوس هم فرصت لري، چې په خپل سیاست بیا کتنه وکړي او د سولې لار خپله کړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments